د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې مشر وو بانګ ګوو د مې په ٢٧ نېټه سهار د چورلکې له لاری د چين د ون چوان ولسوالۍ اينګ شيو علاقه دارۍ ته ورسيد او له دغې زلزله ځپلې سيمې څخه يې ليدنه وکړه.
وو بانګ ګوو د مې په ٢٦ نېټه په زلزله ځپلو سيمو کې له عامو وګړيو، کدرونو او مرستندويه کسانو سره د ليدنې او د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې کارونو د لارښوونې لپاره د سه چوان ولايت زلزله سيمو ته ورسيد.
هغه چن دو ښار ته له رسيدو وروسته سمدلاسه د دغه ښار پوځی سيمې عمومی روغتون ته ورغی او هغو څلورو ټپيانو ته يې د ژورې همدردی او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل چې د زلزلې له امله په کنډوالو کې د ١٠٠ ساعتو لپاره ښخ پاتې شوي و.