د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اړوندو څانګو د واحدو ترتيباتو له مخې د بېجينګ ، هو بی او فو جيان په شمول د چين ٢١ ولايتونو او ښارونو په جلا جلا توګه له زلزله ځپلو سيمو سره مرستې کوي چې سيمه ايزو خلکو ته لنډمهالی استوګنځي برابر کړي،د زلزله ځپلو وګړيو بنسټيز ژوند اعاده، د بيارغونې او اقتصادی پرمختګ لپاره له دغو سيمو سره مرسته وکړي او اقتصادی همکاری کوي او د دوی تخنيک لارښوونه وکړي.
د فوجيان ولايت د مې په ٢٣ نېټه په بيړنۍ توګه له فو جو ښار څخه شپږ زره کيږدۍ د سه چوان ولايت لی ولسوالۍ ته ليږدلي دي.
د جه جيانګ ولايت د مې په ٢٥ نېټه د لنډمهالي کورونو د جوړولو لپاره د سه چوان ولايت د ګوانګ يوان ښار ته پنځه ډلې ليږلي دي.
اوسه د بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو مرستندويه توکي او کسان په پر له پسی توګه زلزله ځپلو سيمو ته رسيږي.