د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د مې په ٢٦ نېټه په بروکسيل کې د اروپايی ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو يوې غونډې د يو پړېکړه ليک په تصويبولو سره په ټينګار سره وويل اروپايی ټولنه به د افغانستان حکومت او خلکو ملاتړ ته دوام ور کړي.
په دغه پرېکړه کې ويل شوی چې په افغانستان کې د بيارغونې کارونو د نړيوالې ټولنې د ګډو کوششونو له امله مهم پرمختګ کړی دی.د افغانستان حکومت بايد له نن څخه د فساد پرضد په مبارزه او د حکومت د ادارې پياوړتيا او نشه يی توکيو د له منځه وړلو په برخو کې لازيات کوشش وکړي او له نړيوالې ټولنې سره يو ځای به د افغانستان تړون په پلی کولو کې همکاری وکړي.اروپايی ټولنه به تر وسې پوری له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د دولتی پرمختګ د پلان ملاتړ وکړي.