د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين زلزله ځپلو سيمو ته د پاکستان حکومت له خوا ليږل شوی لومړی طبی ډله د مې په ٢٧ نېټه سهار د روالپيندۍ د چکلالا له پوځی هوايی ډګر څخه وخوځيدله چې د چين له زلزله ځپلو سيمو سره طبی مرسته وکړي.
د پاکستان د مطبوعاتو او راډيوګانواو د روغتيايی چارو وزيرې شيري رحمن ، د دغه هېواد د ناورينونو ادارې مشر فاروګ احمد خان او په پاکستان کې د چين لوی سفير لو جاو هوي له دغې طبی ډلې سره خدای په امانی وکړه.وزيرې رحمن د خدای په امانۍ په مراسمو کې وويل مونږ د زړه له کومې هيله څرګندوو چې مونږ د کوششونو له لاری د چين له زلزله ځپلو سيمو سره مرسته وکړو او زمونږ ډاکتران له زلزله ځپلو وګړيو سره طبی مرسته وکړي.