د سينهوا أژانس د خبر له مخې،د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د تشکيلاتي څانګې مرستيال او ينګ سنګ د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د زلزلې زيانونو د کمښت په برخه کې داوطلبانو په فعاله او منظمه توګه د پيسو او موادو د راغونډونې، د زلزلې ژغورنې،د ټولنيز نظام ساتنې او د زلزله ځپلو سيمو د بيا جوړونو په برخو کې مهم رول لوبولی دی.
او ينګ سنګ وويل چې د زلزلې زيانونو د کمښت کارونو په برخه کې د نړيوالو مرستندويو ډلو غوره خدمتونه او بشر دوستنه روحيه د زلزلې ځپلوسيمو د خلکو او د چين حکومت له خوا وستايل شوه.چينايان د نړۍ له بيلا بيلو هيوادونو څخه د زړه له کومې مننه کوي.
د شپږويشتمې نېټې تر دوولسمو بجو پوری،د سه چوان ولايت په زلزلې ځپلو سيمو کې پنځه شپته زره او اتيا کسان مړه او دری سوه او شپيته زره کسان ټپيان شوي،نور دری ويشت زره کسان لا تر اوسه ورک دي.