<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-27 18:05:01    
د چين د جمناستيک غوره لوبغاړې چنګ فې

cri

 چنګ فې په ١٩٨٨ کال د مۍ په نهه ويشتمه نېټه د چين د هو بې ولايت په هوانګ شه ښار کې زېږيدلې. د ونې لوړوالی يې يو سل او پنځوس سانتی متره او د بدن وزن يی څلويښت کيلوګرامه دی.

چنګ فې په ١٩٩٥ کال کې د هوانګ شه ښار په غير مسلکی سپورتي ښوونځی کې د جمناستيک لوبې زده کړه وکړه. په ١٩٩٧ کال کې يې د وو هان ښار په سپورتي ښوونځی کې او په ١٩٩٩ کال کې د هو بې ولايت په لوبډله کې شامله شوه. چنګ فې په ٢٠٠١ کال کې په دولتی لوبډله کې ګډون وکړ.

کله چې چنګ فې يادېږي، خلکو ته د خرک بازی لوبې ور په پادېږي. ځکه چې چنګ فې په دغو لوبو کې لوی لاس لري. له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٠٥ کاله پورې د خرک بازی په لوبو کې د چنګ فې حرکت تر نورو ډير ګران و. بر سېره پردې، چنګ فې د ازاد جمناستيک په سياليو کې هم ښې پايلې تر لاسه کړې دي.

چنګ فی د ٢٠٠٥ کال د جمناستيک د اته ديرشمې دورې په نړيوالې اتلولۍ کې د خرک بازی په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ چې دغه مډال د چين په تاريخ کې د خرک بازی په نړيوالو سياليو کې د سرو زرو لومړی مډال و. دغه راز چنګ فې تر نورو ډير مشکل حرکت تر سره کړ، ځکه چې هغې په نړيوالو سياليو کې تر نورو مخکې دغه حرکت تر سره کړ، نو دغه حرکت د چنګ فې په نوم يادېږي.

د ٢٠٠٦ کال د جمناستيک د نهه ديرشتمې دورې په نړيوالې اتلولۍ کې چنګ فې له خپلو ملګرو سره په ښځينه ډله ايزو سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ چې دغه مډال په دغو سياليو کې د چين په تاريخ کې د سرو زرو لومړی مډال و. دغه راز چنګ فې پخپله د خرک بازی او ازاد جمناستيک په سياليو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل. دغه راز چنګ فې په هماغه کال کې د دوحا په اسيايی سپورتي لوبو کې د جمناستيک د ښځينه ډلې، خرک بازی او ازاد جمناستيک په سياليو کې د سرو زرو درې مډالونه تر لاسه کړل.

چنګ فې هم په ٢٠٠٧ کال کې د جمناستيک په نړيوالې اتلولی کې د خرک بازی په سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.

اوس چنګ فې او ملګري يی د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره تياری نيسي. دوی هره ورځ په جدی توګه په روزنې بوخت دی. موږ باور لرو چې چنګ فې او ملګري به د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې ښه پايله تر لاسه کړي.