<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-27 18:26:42    
د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال د ساينس او تکنولوژۍ له برکته د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ورسېد

cri

 د بېجينګ د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال څو ورځې مخکې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې چومولنګما يا ايورست ته ورسېد. دا لومړی ځل دی چې د اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال دغې څوکې ته رسېږي. ټولو ته معلومه ده چې د چومولنګما سيمه ځانګړی اقليمي چاپېريال لری، په دغه سيمه کې د تودوخې درجه ډېره ټيټه ده، اکسيجن لږ دی او باد سخت دی. د دې لپاره چې د يونان له اتن څخه راغلې سپيڅلې ډيوه دغې څوکې ته رسېدلی شي، نو د چين ساينس او تکنولوژۍ کارکوونکيو د اور يوه ځانګړی ډيوه او مشال طرحه کړ.

چومولنګما د سمندر له سطحې نه٨٨٤٤ متره جګوالی لري، په دغه سيمه کې پېچلی اقليمي چاپېريال د مشال پر لګېدو منفی اغېزه کوي، نو د چين د فضائی ساينس او صنايعو شرکت په ٢٠٠٦ کال کې د چومولنګما په سيمه کې د اولمپيک لوبو د مشال ليږدولو لپاره د يوې ځانګړې ډېوې او مشال په څېړنې پيل وکړ. ښاغلي ژن ګوه جو چې د څېړنې په کارونو کې يو کارکوونکی دی، زموږ خبريال ته وويل

له ډېرو ازموينو څخه څرګندېږي چې کله د لوړو دښتو ډيوه د سمندر له سطحې څخه نور شپږ زره او پنځه سوه متره جګوالی ته رسيږی، دغه ډيوه په عادي توګه نه کارول کېږی، نو موږ يوه ځانګړې ډيوه جوړه کړه چې د کارولو چوکاټ يې د سمندر له سطحې څخه له شپږ زره پنځه سوه مترو جګوالي څخه بيا د چومولنګما تر څوکې پوری دی.

د عامې ډيوې په پرتله د لوړو دښتو ډيوې شکل او حجم ډېر توپير نه لري، توپير يې يوازی دا دی چې د سون مواد يې سره بېل دی. د لوړو دښتو په ډيوه کې د هغو خاوروتيل استعمالېږي چې د الوتنو په چارو کې کارول کېږي. د کارولو وخت يې له اته څلويښت ساعتونو څخه تر دوه اوويا ساعتونو پوری دی چې د عامې ډيوې په پرتله څو ځله زيات دوام کوي.

د چومولنګما ډيوې او د لوړو دښتو ډېوې هم سره توپير لري. دغه ډيوه يو ډول ځانګړی جامد سون مواد استعمالوي چې شکل يې د يوې لومړۍ شمېرې بيترۍ په شان دی. د هوانوردۍ ساينس او صنايعو شرکت د مشال څېړنې او استخدام ادارې کارکوونکي ليو جيی وويل

د چومولنګما څوکې په دغه ډيوه کې ځانګړی سون مواد شته چې د اکسيجن په نه لرونکی چاپېريال کې د اتو او يا پنځلسو ساعتونو لپاره لګېدلې پاتې کېدی شي.

د ښاغلي لي جيی په وينا، د دغې ډيوې د طرحه کولو په ترڅ کې غره ته د ختونکيو تر منځ پر ممکنو ستونزو هم غور شوی، نو دغه ډيوه سپکه ده، اوږده موده لګېدلی پاتې کېږي او په اسانه توګه کارول کېږي. د يادونې وړ خبره دا ده چې د دغې ډيوې له طرحه کولو څخه د چاپېريال ساتنې نظر هم څرګنديږی. د ښاغلي ليو جيی په وينا، د دغې ډيوې له لګېدو وروسته ډېر لږ دود رامنځته کېږي.

له دې وروسته چې په نړۍ کې تر ټولو لوړې څوکې ته د اولمپيک لوبو سپيڅلی ډيوې د رسېدو ستونزې حل شوی، يوه بله ستونزه رامنځته شوه، هغه دا چې مشال بايد د ساينس او تکنولوژۍ له جدي غوښتنې سره سمون وخوري.

ښاغلي ليو جيی وويل د مشال طرحه کونې په ترڅ کې بايد د تودوخې ټيټې درجې او فشار او سخت باد په چاپېريال کې پر دغه ټکی غور وشي چې د څوکې په پياوړی رڼا کې

وګړيو ته څرګنده او ښکلې لمبه وړاندی شي. دغه ځانګړی مشال د شکل او سطحې له پلوه د عام مشال په شان دی. رمز يې د مشال دننه موجود دی.هغه وويل

د دښت په عام مشال کې مايع سون مواد استعمالېږي. د چومولنګما څوکې د سخت چاپېريال په شرايطو کې مايع سون مواد نه کارول کيږی. نو موږ يو ډول ځانګړی جامد سون مواد طرحه کړي چې په دې توګه به مشال په ثابته توګه په چومولنګما څوکه کې لګېدلی پاتې شي.

د مې اتمې نېټې سهار د بېجينګ اولمپيک لوبو سپيڅلی مشال په بريالۍ توګه چومولنګما څوکې ته ورسېد. دا د چين د ساينس او تکنولوژۍ کارکوونکيو د کوششونو او هوښيارۍ نتيجه وه.