د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مې اووه ويشتمې نېټې له غرمې وروسته د زلزلې ځپلو وګړيو د ژغورنې عمومی قوماندنۍ د معلوماتو پر بنسټ څرګنده کړه چې د همدې ورځې تر دوولسو بجو پوری د ون چوان په وروستۍ زلزله کې اووه شپېته زره او يو سل او دری اتيا تنه وګړي وژل شوي، دری سوه او شپېته زره تنه نور ټپيان شوي، شل زره او اوه سوه او نوی تنه ورک شوي دي. څه دپاسه پنځلس مليون تنه وګړي لنډمهالو پناه ځايونو ته ليږدول شوي دي. د زلزلې ځپلو وګړيو شمېر څه نا څه پنځه څلويښت مليون او شپږ سوه زره تنو ته رسيدلی دی.