<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-27 19:47:26    
څه چې د چين د سياسي پرمختيا شاهدي ورکوي.

cri

د امريکا د لوس انجلس ټايمز ورځپاڼې څو ورځې مخکې د يو راپور په خپرولو سره وويل چې اوس په چين کې د سختې زلزلې له زيانونو او اغېزو سره د مقابلې او وګړيو ژغورنې عمليات د چين د سياسي لوی پرمختګ شاهدي ورکوي. د ريختر اته درجې سختې زلزلې له امله له رامنځته شويو کنډوالو څخه را پاڅېدلی چين د خپلو معاصرو، نرمو او ورخلاصو تګلارو له امله د حيرانتيا وړ دی.

د مې د دوولسمې نېټې د ون چوان ولسوالۍ له سختې زلزلې وروسته د لويديځو هېوادونو خبري رسنيو له دغې زلزلې سره د مقابلې په اړه د چين حکومت غوره او تکړه تګلارې ته زياته پاملرنه کړې او په دې اړه يې زيات راپورونه خپاره کړي او لوړه ستاينه يې کړې ده. له سختې زلزلې وروسته د چين حکومت چټک عمليات هم په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلی کولو له پيل څخه دېرش کلونه وروسته د چين په سياسي چارو کې د لويې او سترې پرمختيا شاهدي ورکوي.

په ١٩٧٨ کال کې په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې پلی کولو له پيل راهيسي زياتو اقتصادی برياليتوبونو ټول نړيوال په پر له پسې ډول حيران کړي دي، خو د دې تر څنګ د چين سياسي اصلاحات يو تدريجی بهير دی. د ون چوان ولسوالۍ سختې زلزلې ته د غبرګون په ترڅ کې په وروستيو څو کلونو کې د سياسي اصلاحاتو په برخه کې د چين کوښښونه په پوره توګه څرګند شوي دي.

په وروستيو څو ورځو کې د معلوماتو څرګندول د وګړيو له خوا د پاملرنې وړ يوه مسئله ده. د چين حکومت د سختې زلزلې په وړاندې سمدلاسه په پوره توګه په ټول هېواد کې د زلزلې په اړه بې شمېره معلومات د راډيو، ټليويزيون، ورځپاڼو، انترنيټ او ګرځند تليفونونو له لارې په چټکۍ سره خپاره کړي دي. د خبري رسنيو يو چيني څېړونکي په وينا، چينايانو هېڅکله د يو ناورين په اړه دومره معلومات او تفصيلات نه دي تر لاسه کړي. دغه راز له دې څخه د حکومت له خوا د اړوندو معلوماتو تر لاسه کولو په هکله د وګړيو د حقونو درناوی هم څرګندېږي.

د چين حکومت اړوندې تګلارې د وګړيو ګټې په نظر کې نيولو سره ټاکل شوې دي. د دغې سختې زلزلې له زيانونو او اغېزو سره د مقابلې د اړوندو عملياتو په ترڅ کې د وګړيو ګټې په نظر کې نيولو سره داحقيقت څرګند شوی چېد چين حکومت مفکوره د يو مليارډ او درې سوه مليون چينايانو او ټولو نړيوالو د ډېرې ستاينې وړ ده. د چين شپږ شپېته کلن صدر اعظم له زلزله ځپلو سيمو څخه څو ځله ليدنه، د لومړي ځل لپاره پر عامو قربانيانو د ملي ماتم د دريو ورځو ټاکنه او د قربانيانو د درناوي لپاره د ملي بيرغ نيم ځوړندول د وګړيو لپاره د خدمت تر سره کولو په اړه د چين واکمن کمونست ګوند او حکومت د مفکورې يوه څرګنده نښه ګڼل کېږي.

د چين دروازه نړۍ ته نوره هم پرانيستې ده. د دوه دېرش کاله مخکې په تانګ شان ښار کې له سختې زلزلې وروسته د چين حکومت ټولې نړيوالې مرستې رد کړې. خو اوس مهال د چين حکومت د همدې ناورين په وړاندې پوره بېل عمليات تر سره کړل چې په ترڅ کې يې نړۍ ته خپله دروازه پرانيستله. د چين حکومت د نورو

هېوادونو له پاملرنې او همدردۍ څخه مننه وکړه، د نړيوالو مرستو هرکلی يې وکړ او بهرنيو طبي کارکوونکيو ته يې د وګړيو ژغورنې لپاره زلزله ځپلو سيمو ته د تګ اجازه ورکړه.

د چين په اړه سياسي اصلاحات يو تدريجي بهير ته اړتيا لري. که وګړي د ننني چين د سياسي پرمختګ لپاره خوښي څرګندوي، نو دوی به پر دې هم باور ولري چې چين به په راتلونکي کې لا باوري او خلاص شي.