د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د روغتيا وزارت وياند سون جيا های د مې په اووه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل تر اوسه پوری په زلزلې ځپلو سيمو کې کومه سخته ساري ناروغي او د عام روغتيا ناڅاپه پېښې نه دي رامنځته شوې.
ښاغلي سون جيا های وويل که څه هم په زلزلې ځپلو سيمو کې د ناروغيو حالاتو د راپور ورکولو سيستم ويجاړ شوی، خو اړوند ارګانونه په زياتو تدبيرونو سره هره ورځ په ټولو زلزلې ځپلو ولسواليو او علاقه داريو او د زلزلې ځپلو وګړيو په لنډمهالو پناه ځايونو کې د ناروغيو حالاتو څارنه او په اړه يې راپور ورکوی. دوی د ناروغيو د مخنيوي کارکوونکيو شمېر زيات کړی او د ګرځند ټليفون د شبکې په کارولو سره يې د ناروغيو د څارنې په هکله راپورونه خپاره کړي دي.