د چين د خبرونو اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمی کمېټې مشر وو بانګ ګوه د مې په اووه ويشتمه نېټه په سه چوان ولايت کې د زلزلې د زيانونو څارنې ته دوام ور کړ.
د همدې ورځې په سهار ښاغلي وو بانګ ګوه د ون چوان ولسوالۍ په ين شيو علاقه دارۍ کې د زلزلې د زيانونو له څارنې وروسته د ځه پينګ پو سيمې ته لاړ او هلته يې د اوبو زېرمتون په سيمه کې اړوند معلومات واورېدل. بيا يې له غرمې وروسته د دو جيانګ يان ښار د نيکمرغۍ کور په نامه په لنډمهالو پناه ځايونو کې د زلزلې ځپلو وګړيو د حالت کتلو لپاره له سيمې څخه ليدنه وکړه.