د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا پرمختګ بانک چې مقر يې په مانيلا کې دی، د مې په اووه ويشتمه نېټه اعلان وکړ چې دغه بانک له زلزلې وروسته د چين له بيارغونې سره د مرستې لپاره د تکنولوژۍ يو مرستندويه پروګرام منظور کړ چې ارزښت يې يو مليون او دوه سوه او پنځوس زره امريکايی ډالرو ته رسيږی.
نوموړي بانک وويل دغه پروګرام به د زلزلې له امله د رامنځته شويو زيانونو د خپرېدو د مخنيوی لپاره د بېړنيو موادو او تجهيزاتو د اخيستلو په اړه له زلزلې ځپلو سيمو سره مرسته وکړي او د زلزلې له امله د رامنځته شويو زيانونو او بيارغونې اړتياوو ارزونه به وکړي.