د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدر اعظم او د زلزلې له اغېزو او زيانونو سره د مقابلې او د وګړيو ژغورنې په اړه د دولتي شورا عمومي قوماندنۍ مشر ون جيا باو د يوې غونډې په مشرۍ سره د راتلونکي پړاو اړوند اته فقره ايز کار وټاکه.
ياد شوی اته فقره ايز کار دا دی: د ټپيانو درملنه کول، د زلزله ځپلو وګړيو د ژوند تنظيمول، د ساري ناروغيو د وقايې او مخنيوي کار پياوړتيا، د قربانيانو د ښخولو کار په ښه توګه تر سره کېدل، د زلزلې له امله د نورو ناورينونو مخنيوی، د توليدي چارو اعاده کېدل، په زلزله ځپلو سيمو کې د ټولنيز ثبات ساتل او د دغو سيمو د بيا ابادۍ په لومړی پړاو کې د اړوندو کارونو تر سره کېدل.