د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ د روانې مياشتې په اوويشتمه نېټه په بېجينګ کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چين له هغو هيوادونو،سازمانونو او شخصيتونو څخه يو ځل بيا د زړه له کومی مننه کوي چې د چين له زلزله ځپلو سيمو سره يې مرسته کړېده.
چين ګانګ وويل چې د دې وزارت د نوې شميرنې له مخې،تر اوسه پوری د يو سلو پنځه پنځوسو هيوادونو حکومتونو او له لسو نه زياتو نړيوالو او سيمه ايزو سازمانونو چين ته د يو مليارډ او نهه سوه مليونو يوانو او څلور پنځوسو هېوادونو او ولسي ټولنو د پنځه سوه او څليرويشت مليونو په ارزښت مالونو برابرولو ژمنه کړېده . د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې له ژمنه شويو دوه سوه او لس زرو خيمو څخه اوه څلويښت زره او نهه سوه زلزله ځپلو سيمو ته ليږل شوي دي.
د دې تر څنګ،په نورو هيوادونو کې چينايانو، چيني زده کوونکيو او چيني تصديو هم په پر له پسې توګه د زلزله ځپلو سيمو وګړيو ته بسپنې ورکړي دي.