<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-28 16:18:15    
د چين د موټرونو صنعت په اکادمۍ کې د هالنډ کارپوه پوست

cri

ګرانو اوريدونکو! په وروستيو کلونو کې د موټرونو په زياتوالی سره د ګازونو د خپرېدو له امله چاپيريال ته د ککړتيا رسېدو حالت هم سخت شوی دی. اوس مهال د انرژۍ سپمولو او چاپيريال ساتنې لپاره د نوی ډول موټر څيړنه د ساينس او تخنيک په نړيواله ساحه کې يوه توده مسئله ده. د چين په جنوب لويديځ په چونګ چينګ ښار کې د چين د موټرونو صنعت اکادمی په چين کې د ګازو په وسيله د موټرونو يو ملی څيړونکی مرکزی دی چې تل د دغه ډول موټرونو د څيړنې او پراخوالی لپاره کوشش کوي. د دغه مرکز عمومی تخنيکی مشر او لوړپوړی څيړونکی ښاغلی پوست دی چې له هالنډ څخه راغلی دی. هغه يوازی ٣٣ کلن دی خو د چين د مرکزی حکومت له خوا د هغو بهرنيو کارپوهانو لپاره چې د چين لپاره يی ډېر خدمتونه ترسره کړي دی، د دوستۍ لوړه جايزه ترسره کړې ده. د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د ښاغلی پوست په اړه يوه په زړه پوری کيسه وړاندی کړم.

د ښاغلی پوست د دفتر په هرګوټ کې د موټر پروزې ليدل کېږی. دوه سفری بوکسونه د ميز ترڅنګ ولاړ دي . ښاغلی پوست له ايران څخه په مستقيمه توګه چين ته راغلی دی . هغه وويل چې له بېلابېلو سامان الاتو سره د نړۍ بېلابېلو ځايونو ته سفر کول د ده لپاره ډير عادی کارونه دي. ښاغلی پوست د چين د موټرونو صنعت د اکادمی لپاره دری کلونه کار کړی دی او په ٢٠٠٣ کال کې يی له چونګ چينګ ښار سره اړيکې ټينګې کړې دي. په هماغه وخت ښاغلی پوست د هالنډ د استفادې وړ ساينس د څيړونکی سازمان د موټرونو د څيړنې پروژې د مشر په توګه او د خپل شرکت په استازيتوب دچونګ چينګ چانګ ان په نامه د چين له شرکت او د چين له يادې شوی اکادمۍ سره له ګازونو څخه په استفادې سره د موټرونو د څيړنې په ساحه کې همکاری وکړه. په دې بهير کې ښاغلی پوست د خپل تخنيک او

تجربې له امله د خپلو همکارانو ستاينه او خوښی ترلاسه کړه. د ٢٠٠٥ کال په می کې ښاغلی پوست د چين د موټرونو صنعت د اکادمی بلنه ومنله او بيا يی په هالنډ کې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه او کور يی هم وپلوره .

هغه وويل:

چين زما ډېر خوښيږی. زموږ همکاری هم ډېره ښه ده. د پاتی کيدو پريکړه کول زما لپاره يوه ننګونه وه. خو ما فکر وکړ چې ولی يی ونه ازمويم ؟

په دې فضا کې چې پوهنې ته احترام کېږی، استعداد لرونکو کسانو ته په درنه سترګه کتل کيږی او نوښت هڅول کيږی، ښاغلی پوست له ګازو څخه په استفادې سره د موټرونو د څيړنې په ساحه کې ستر خدمتونه ترسره کړی، د دغو موټرونو او اړوندو ماشينونو د ميعارونو په جوړولو کې يی ګډون کړی او په اړوندو ساحو کې يی په چين کې د تکنولوژی تشه ډکه کړې ده. د ده د سترو خدمتونو له امله ښاغلی پوست په ٢٠٠٥ کال کې د چونګ چينګ ښار د حکومت له خوا د دريو تنګيو په نامه د دوستۍ جايزه ترلاسه کړې او په ٢٠٠٦ کال کې يی د چين د ملی دوستۍ جايزه هم ترلاسه کړې چې د دغې جايزې په ګټونکو کې ترټولو ځوان کس و.

په دی وروستيو کلونو کې د چين د اقتصادی ټولنې په چټک پرمختګ سره له موټرونو څخه د ګازونو وتنې او چاپيريال ته دککړتيا رسېدنې حالت هم سخته شوی دی . د چين حکومت له پاکو ګازو څخه په استفادې سره د موټرونو څيړنې ته لازيات اهميت ورکوي. ښاغلی پوست وويل چې ده له پاکوګازو څخه په استفادې سره د موټرونو د څيړنې په ساحه کې د چين پرمختګ ليدلی دی.

هغه وويل:

طبيعی ګاز يوه پاکه انرژی ده نو په موټرونو کې له طبيعی ګازونو څخه استفادې چارو د هوا ککړتيا هم کمه کړې ده. په چين کې د دغه نوی ډول موټرونو څيړنې په دی وروستيو کلونو

کې چټک پرمختګ کړی دی. په لنډ وخت کې مو د دوديزو پيترولو او ډيزيلو پر ځای له بډايو طبيعی ګازو څخه استفاده کړې ده. د ګازو د پوز وهلو تخنيک په ساحه کې موږ د نړۍ په لومړی ليکه کې ولاړ يو . په عادی حال کې دغې سويې ته رسيدل لس يا پنځلس کلونو ته اړتيا لری خو موږ يوازی دوه دری کلونه لګولی دی. دغه څيړنه په چين کې ستر پرمختګ دی.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!