<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-28 18:20:20    
په زلزله ځپلو سيمو کې بايد د زده کوونکيو رواني روغتيا د بيا اعاده کېدو کارونه پياوړي شي.

cri

د چين ښوونې وزارت د ٢٠٠٨ کال په پنځمه نوبتي خبري ناسته کې د بنسټيزې ښوونې ادارې مرستيال ښاغلي ګاو هونګ په زلزله ځپلو سيمو کې د رواني روغتيا اعاده کولو لپاره له زده کوونکيو سره د مرستې په اړه معلومات وړاندې کړل. د ښوونې وزارت په مشرۍ د ماشومانو او ځوانانو د رواني روغتيا په اړه د کارپوهانو او اړوندو طبي کارکوونکيو په ګډون په زلزله ځپلو سيمو کې له رواني روغتيا سره د مرستې په موخه د کارپوهانو يوه ډله جوړه شوه. د دغې ډلې کاري موخه د زده کړې په برخه کې د رواني روغتيا په پخواني حالت کې د اعاده کولو لپاره له زده کوونکيو سره مرسته کول دي. د ښاغلي ګاو هونګ په وينا، په زلزله ځپلو سيمو کې زياتو زده کوونکيو ته سخت رواني زيانونه رسېدلي دي، نو ځکه دوی د اړوندو سازمانونو رواني لارښوونې ته اړتيا لري. دغه راز د کارپوهانو ډله بايد پر لاندينيو اصولو ټينګار وکړي: لومړی، د علمي معلوماتو له مخې د زده کوونکيو لارښوونه وکړي. ځکه چې رواني لارښوونه ډېر مسلکي کار دی، په تېره بيا د زده کوونکو لارښوونه بايد د اړوندو کارپوهانو په لارښوونې تر سره شي.

دوهم، په ټول هېواد کې بايد د زده کوونکيو رواني لارښوونه تر سره شي. ټول زده کوونکي بايد په دې پوه شي دغه حال ډېر عادی دی چې د سختې زلزلې له مله ټولو کسانو ته رواني زيانونه رسېدلي دي.

درېيم، رواني لارښوونه بايد پر څو پړاوونو تر سره شي.

څلورم، زده کوونکي بايد د عمر او ځانګړتياوو له مخې په څو ډلو وويشل شي. د زده کوونکيو ته بېلا بېل رواني زيانونه رسېدلي دي، نو ځکه موږ بايد معيوبو زده کوونکيو ته لا زياته پاملرنه وکړو. بر سېره پر دې، د هغو زده کوونکيو ځانګړې رواني لارښوونه بايد تر سره شي چې روان کال به په پوهنتونونو کې د شاملېدو په ازموينه کې ګډون وکړي.

د کارپوهانو کاري ډله به په عمده توګه په منځنيو او کوچنيو ښوونځيو کې د رواني لارښوونې معيارونه او غوښتنې وټاکي او زده کوونکيو ته بېلا بېلې ښوونيزې سرچينې برابرې کړي.