د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتی شورا مطبوعاتی دفتر د مې په اته ويشتمه نېټه د زلزله ځپلو سيمو او خلکو د ژغورنې عمومي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې وويل د همدې ورځې تر دوولسو بجو پوری د سه چوان په زلزله کې د مړه شويو وګړيو شمېر اته شپېته زره او يو سل او نهه تنو ته رسېدلی دی. پر دې سربيره، دری سوه او شپېته زره تنه نور ټپيان شوي او نژدی شل زره تنه لا تر اوسه ورک دي. د زلزلې ځپلو وګړيو عمومی شمېر پنځه څلويښت مليون او شپږ سوه زره تنو ته رسېدلی دی.