د چين د خبرونو اژانس د خبر له مخې، په چين کې د م م همغږۍ ادارې مشر خالد مالک د مې په اووه ويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل م م چمتو دی چې له زلزلې وروسته د چين له بيارغونې سره دواملرونکې مرستې وکړي.
د معلوماتو له مخې، اوس د م م په بسپنه کې ګڼ شمېر کېږدۍ، بړستنې، د روغتيا سامان الات او خواړه په پر له پسی توګه د چين زلزلې ځپلو سيمو ته ليږدول کيږی. دغه ډله کېږدۍ به د پنځه پنځوس زره زلزلې ځپلو وګړيو د استوګنې مسئله حل کړي.