د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پرمختګ او اصلاحاتو دولتی کمېټې مرستيال مو هونګ د مې په ٢٨ نېټه په بېجينګ کې وويل له زلزلې وروسته به د بيا أبادۍ عمده کارونه په دريو کلونو کې بشپړ شي او د لومړي پړاو کاورنه او د پلانونو ټاکنه به يې په دريو مياشتو کې تر سره شي.
نوموړي وويل اويا مليارد يوانه به د بيا أبادۍ په چارو کې ولګول شي او په راتلونکو دوو کلونو کې به نورې زياتې پيسې هم ولګول شي.