د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يو چارواکي د مې په اته ويشتمه نېټه وويل د دغه هېواد په هلمند ولايت کې پر پوليسو يو ځانمرګی بريد وشو چې په ترڅ کې يې د دوه تنه پوليسو په شمول څو تنه ټپيان شول.
د هلمند ولايت د پوليسو په وينا دغه چاودنه د دغه ولايت په مرکز لشګر ګاه ښار کې د پوليسو ادارې ته په يوه نژدی سيمه کې وشوه.
د افغانستان وضعه په روان کال کې د ترينګلتيا په حال کی ده او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د چاودنې بريدونه په پر له پسی توګه تر سره کېږي.