د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د سه چوان ولايت په ټولو زلزله ځپلو ولسواليو کې لږ تر لږه يو شړک له نورو سيمو سره تړل شوی چې له امله يې په زياترو زلزله ځپلو علاقه داريو او کليو کې د څښاک اوبو په اړه ستونزې حل شوي دي.
دغه خبر د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د ملي کمېټې مرستيال مو هونګ د مې په ٢٨ نېټه خپور کړ.
د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د زلزلې له امله د دغه ولايت د ١٦ ولسواليو او ښارونو مخابراتي ليکې پری شوی او ١٦ ګړندی سړکونه ويجاړ شوي دي. خو اوس دغه سړکونه ټول بيا پرانيستل شول او د ټولو زلزله ځپلو ولسواليو او ښارونو مخابراتي ليکې هم اعاده شوي دي.