<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-29 16:22:51    
چيباو بازار ( ١ )

cri

چيباو بازار ته چې ننوتونو داسې مې ګومان کاوه چې له اوسنۍ زمانې څخه ډېرې لرې لرغونې زمانې ته تللي يوو او يا هم بلکل په شانګهای ښار کې نه يوو . دغه بازار د شانګهای د يوولس سوه کاله پخوا زمانې بڼه څرګندوي . په دغه بازار کې ډېره ګڼه ګوڼه ده ، دلته ډېری سيلانيان دي چې په کوڅو کې لر بر کېږي . چينايي لاس پلورونکي په هر سيلاني غږ کوي چې لاسي ګړۍ ، بکسونه او جامې واخلي ، ځوانې چينايي نجونې او هلکان يو له بل سره اوږه په اوږه روان دي ، کله د يوې نجلۍ او يا هم کله د يوه هلک په لاس کې کباب وي . يوه ګوله ترې يو کوي او بله هغه بل تنګې نرۍ کوڅې له خلکو ډکې دي ، موټر يا موټر سايکل چې دغو څوکو او تنګو سړکونو ته ننوځي نو ورو ورو مزل کوي .

د دغو دوکانونو د دروازو او دېوالونو رنګ سور دی ، په دېوالونو کې لرګی هم ډېر کارول شوی ، په لرګيو کې ګلان او نور رسمونه جوړ شوي دي .

دغه ښارګوټی د ٩٦٠ او ١١٢٦ ميلادي کلونو تر منځ جوړ شوی دی ، چې بيا د مېنګ او چېنګ امپراتوريو په وختونو کې يو لوی سوداګري بازار و .

دغه بازار ته څېرمه يو معبد هم شته چې موږ د وخت د کموالي له امله ونه ليد ، دغه معبد هم د چيباو په نامه يادېږي . په لومړنيو کلونو کې په دغه معبد کې يو دروند او معزز راهب جېنګ مطالعه کوله . دا هم د يادونې وړ ده چې دغه معبد په ١٥٥ اېکړه ځمکه کې جوړ شوی دی .

کله مې چې له سپوږمۍ سره په دغه بازار کې قدم واهه ، نو په خيال کې يو ځل د کندهار سرپوښه بازار او د بلخ خلم بازار ته لاړم .

د ٢٠٠٥ کال مارچ و چې د خپل دفتر له مشر بهرني همکار ډاکتر فسبنډر سره بلخ ولايت ته لاړم . په لار مو په بغلان کې سور کوتل تاريخي ځای ، په سمنګان کې رستم تخت ، د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د بلخي رابعې مقبره ، د خواجه پارسا مقبره، د عيارانو برج او ګڼ نور تاريخي ځايونه وليدل، له هغه لوري چې راتلو د بلخ ولايت خلم ولسوالۍ کې د خلم بازار د نندارې په نيت له موټر څخه کوز شوو. موږ د زوړ بازار په لټون پسې دلته هلته پوښتنه وکړه، خو ټولو به په حيرانتيا راته وويل :

تاسې له کومه راغلي يئ؟ او بيا به يې له زهر لرونکي خندا سره زياته کړه، له خوبه پاڅېدلي يئ که څنګه؟

موږ له کابله راغلي يو؟

پخوا چېرته اوسېدلئ؟

په کابل کې؟

باور مو نه شي ، ځکه نابلده ښکارئ، دغه بازار خو پخوا وران شوی.