<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-29 16:26:55    
د زياتو هېوادونو سپورتي پلاويو د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکې او په ترڅ کې د تمرينونو خپلې اډې وټاکلې.

cri

ټولو ته معلومه ده چې د بېجينګ اولمپيک لوبو د پيل ورځ رانژدی کېږي. په وروستيو څو ورځو کې د زياتو هېوادونو سپورتي پلاويو د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکې او په ترڅ کې د تمرينونو خپلې اډې ټاکلې دي.

له دې امله چې جاپان په ختيځه اسيا کې پروت دی او د اقليم او چاپېريال په برخه کې له چين سره دومره توپيرونه نه لري، نو ځکه دغه هېواد د تمرينونو د اډو په توګه د زياتو اروپايی او امريکايی هېوادونو له خوا غوره شوی دی. دغه راز هره ورځ د توکيو او بېجينګ ترمنځ د تګ راتګ الوتکو شمېر ډېر زيات دی او يوازی درې نيم ساعتونه وخت نيسي. تر اوسه پورې د فينلنډ، فرانسې، المان، بريتانيا، سويدن، ايرلند او هالنډ په شمول د شلو هېوادونو سپورتي پلاويو د بېجينګ له اولمپيک لوبو مخکې د خپلو تمرينونو د اډو په توګه د جاپان ټاکلو اعلان کړی دی. د بېلګې په توګه د بريتانيا د لامبو وهلو ډله به د راتلونکي جولای په وروستيو لسو ورځو کې د يو لړ تمرينونو لپاره د جاپان اوساکا ته ولاړه شي او د سويدن او هالنډ اتلاتيک ډلو فوکوکا ښار د تمريني اډو په توګه ټاکلی دی.

د امريکا اولمپيک کمېټې څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې دوی د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې د دغه هېواد سپورتي پلاويو د تمريني اډې په توګه د بېجينګ دارالمعلمين پوهنتون غوره کړی دی. د امريکا سپورتي پلاوي د تېرو دوو دورو اولمپيک لوبو په ترڅ کې په جلا جلا توګه په سيدني او اتن کې د اولمپيک لوبو خپل کمپونه جوړ کړي چې لوبغاړي يې له اولمپيک لوبو مخکې کوربه ښارونو ته رسېدلي او د اقليم او وخت په شمول يې زيات شرطونه مناسب کړي وو. دغه راز د امريکا اولمپيک کمېټې د بېجينګ په اولمپيک لوبو کې د لا زياتو برياليتوبونو تر لاسه کولو لپاره هم په زياتو تياريانو پيل وکړ. په ٢٠٠٧ کال کې يادې شوې کمېټې په وار سره د سپورتي او مخابراتي پوهنتونونو په شمول په بېجينګ کې له څه دپاسه شلو مشهورو پوهنتونو څخه ليدنه کړې او وروستی يې د بېجينګ دارالمعلمين پوهنتون غوره کړی دی. اوس په دغه پوهنتون کې يو نوی سپورتی ستېديم د جوړېدو په حال کې دی. د خبر له مخې، د امريکا سپورتي پلاوي لوبغاړي به د دغه پوهنتون له زده کوونکيو مخکې دغه جوړېدونکی سپورتي ستېديم وکاروي. د يو جوړونکي په وينا، دغه سپورتي ستېديم چې د راتلونکي جون په پای کې به بشپړ شي،له ځمکې نه کښته يو پوړ په شمول به ټول درې پوړونه ولري او د لامبو وهلو، باسکيټبال، جمناسټيک او بدمينتون په شمول د زياتو پروګرامونو ډګرونه به په کې جوړ شي. اوس د امريکا اولمپيک کمېټې د بېجينګ له دارالمعلمين پوهنتون سره د همکارۍ يو تړون لاسليک کړی چې له مخې به يې د امريکا اولمپيک کمېټه د پنځه سوه زره امريکايی ډالرو په لګښت سره د شپږو اوونيو لپاره د ياد شوي پوهنتون سپورتي تاسيسات او ډګرونه وکاروي. په دغو شپږو اوونيو کې به د امريکا سپورتي پلاوي ټول غړي په دغه پوهنتون کې اوسېږي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا سپورتي پلاوی به د راتلونکي جولای په پنځلسمه نېټه په رسمي توګه د بېجينګ دارالمعلمين پوهنتون په خپله تمريني اډه کې ځای پر ځای شي. د بېجينګ اولمپيک لوبو په ترڅ کې به د امريکا هغه لوبغاړي چې په سياليو کې ګډون نه کوي، په دغه پوهنتون کې به واوسېږي. په داسي حال کې د پاملرنې وړ يوه مسئله دا ده چې ښايی يو شمېر مشهور لوبغاړي به د دوی د مينه والو له خوا له تنګولو سره مخامخ شي. د بېجينګ دارالمعلمين پوهنتون په دې اړه څرګندوي چې زده کوونکي له جولای څخه تر سپتمبر پورې د دوبني رخصتۍ په حال کې دي، نو دغه ډول حال به رامنځته نه شي.

ګرانو او محترمو اورېدونکو، همدا اوس مو د بېجينګ او اولمپيک پروګرام نننۍ کړۍ واورېده. هيله ده چې زموږ پروګرام مو خوښ شوی وی. هر چېرې چې وې، روغ او خوشحاله اوسئ!