<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-29 16:39:10    
له مينې څخه يوه ډکه نجلی ___وانګ يان نا

cri

 تاسو ته معلومه ده چې د شين جيانګ اويغوری قوم خپلواکه سيمه يوه داسی سيمه ده چې بېلابېل قومونه په کې ژوند کوي. د بېلابېلو قومونو خلک په دغه سيمه کې د هوساينې او دوستۍ په فضا کې اوسيږی. د پروګرام په نننی کړۍ کې به د هان قوم د يوې نجلۍ او د اويغوری قوم د يو هلک ترمنځ کيسه وړاندی کړم.

اغلی وانګ يان نا يوه عامه نجلۍ ده چې په اورومچی ښار کې ژوند کوي، په همدغه ښار کې د اويغوری قوم هلک مالن د بډوډی د سرطان ناروغۍ له امله د مرګ له خطر سره مخامخ و . نيم کال مخکی دواړو يو له بل سره ونه پېژندل او اوس د تېر نيم کال مودې وروسته دواړه د يوې کورنۍ او خپلوانو په شان دی. ځکه چې د مالن په بدن کې يو بډوډی د اغلی وانګ يان نا له خوا په بسپنه ورکړل شوی دی.

د تير کال په سپتمبر کې يوه ورځ اغلی وانګ يان نا يو خبر ولوست چې په کې ويل شوي وو د شينجيانګ په جي چانګ کې په يو ښوونځی کې د اويغوری قوم يو زده کوونکی مالن د بډوډی سرطان ناروغۍ له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دی. دغه هلک بايد خپل بډوډی بدل کړي خو د خپلو خپلوانو ترمنځ يی هېڅوک داسی نه وو چې بډوډی يی ورسره سمون ولری. اغلی وانګ غوښتل چې دغه هلک وګوری. دی وليدل چې دغه جګ هلک د ناروغۍ له امله ډېر کمزوری شوی دی . اغلی وانګ غوښتل چې له دغه هلک سره مرسته وکړي او له ډاکتر څخه يی يوه غوښتنه وکړه چې د بډوډی د بدلون لپاره يوه ازموينه وکړي. ځکه چې د دی د وينو ډول له مالن سره يو شان (B) ډول دی. خو ډاکتر ليو د وانګ يان نا دغه غوښتنه رده کړه او فکر يی وکړ چې وانګ يان نا

يوازی لنډمهال فکر کړی دی.

خو له دې وروسته اغلی وانګ يان نا هره ورځ له مالن سره ليدل او په پای کې ډاکتر ليو د وانګ يان نا غوښتنه ومنله. د ازموينې پايله د خوښی وړ وه ځکه چې د وانګ يان نا بډوډی د مالن له اړتياوو سره سمون درلود. دا واقعيت دی چې د بېلابېلو قومونو د کسانو ترمنځ د بډوډيو نژدی والی شونتيا د سل زور ترمنځ له يو څخه هم ټيټ دی.

د مالن پلار عمر سليمان وويل:

دغه ښه نجلۍ چې لوړه او ستره رويه لری، ما ته ژور احساس راکړی . اوس زما زوی روغ جوړ شوی او زه به تر وسې پوری له وانګ يان نا څخه مننه وکړم او خپله لور يی ګڼم.

ښاغلی ليو د يو ډاکتر په توګه وانګ يان نا ته وويل چې هغه د بډوډی له بسپنې وروسته ښايی له ستونزو سره مخامخ شی او که پلار او مور يی دغه کار ونه منی ، دغه عمليات هم نه شی ترسره کيدی. ځکه چې د وانګ يان نا مور د زړه ناروغی او د وينې فشار لری نو وانګ يان نا لومړی په دې اړه خپل پلار ته کيسه وکړه . د وانګ يان نا پلار وانګ شيو جيانګ حيران شو او بيا يی په جدی توګه خپلې لور ته خبرې وکړې. هغه وويل:

دی ما ته وويل چې اړوندې تياريانې پوره شوې دي. سبا دغه عمليات ترسره کيدای شی . خو له دې مخکی بايد زما پلار او مور بايد په دی اړه موافقه وکړي او هغه لاسليک کړي. دا زما په پرتله ستره او پياوړی ده.

د مارچ په ٢٦ نيټه ښاغلی وانګ شيو جيانګ د خپلې مېرمنې له د موافقې پرته موافقه ليک لاسليک کړ. د اويغوری قوم يوه مېرمن چې په روغتون کې له مالن سره په يوه خونه کې وه، خپل خوندور خوراکونه وانګ يان نا ته ورکړل او ويی ژړل. خو اغلی وانګ يان نا وويل :

د مالن مور زما په خپلولو سره ژاړي. زه هم ژاړم . په حقيقت کې زه هم انديښنه لرم خو په هغه وخت کې مې ترشا ګام نه شوی پورته کولی. مالن ما ته وويل چې خورې مه ژاړه . موږ به يو ځای د عملياتو خونې ته ننوځو او بيا به په ګډه ووځو.

دغه طبی عمليات له پنځو ساعتو وروسته په بريالی توګه پای ته ورسيدل. د اغلی وانګ يان نا مور وويل:

ما هغه هلک وکوت چې په بڼه کې يی اوس ښه والی راغلی دی. زما لور هم اوس روغه ده.

اوس ښاغلی مالن د شين جيانګ په جي چانګ کې روغتيا ساتی او ورځ په ورځ ښه کيږی. د دواړو کورنيو مشران ډېر خوشحاله دي چې ماشومان يی ټول روغ جوړ دي.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!