د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي سياسی بيورو د دايمې کمېټې غړي او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمې کمېټې مشر وو بانګ ګوه د مې په اته ويشتمه نېټه د ميان يانګ ښار په هان وانګ علاقه دارۍ او د پين وو ولسوالۍ په پين تونګ علاقه دارۍ کې د زلزلې د زيانونو څارنه وکړه.ښاغلي وو بانګ ګوه په دغو سيمو کې د تصديو کارکوونکيو او د ښوونځيو ښوونکيو او زده کوونکيو په شمول له زلزلې ځپلو وګړيو سره خواخوږی وښوده او د ژغورنې له کارکوونکيو څخه يې مننه وکړه.