د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ناتو ځواکونو د مې په نهه ويشتمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه کابل کې دنړيوالو ځواکونو پر يو پوځي کاروان د موټر بم يوه چاودنه وشوه او له دې امله درې تنه عام وګړي ووژل شول.
په افغانستان کې د ناتو ځواکونو يو مطبوعاتی چارواکي وويل بريد کوونکيو د بمونو وړونکي يو موټر پوځی کاروان ته نژدی کړ او بمونه يې وچول چې له امله يې درې تنه عام وګړي ووژل او اووه تنه نور ټپيان شول. تر اوسه پورې نه ده څرګنده شوې چې ياد شوی پوځي کاروان د ناتو يا امريکا په مشرۍ و.