د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا مطبوعاتی دفتر د مې په نهه ويشتمه نېټه د زلزلې ژغورنې عمومي قوماندنۍ په استازيتوب خبر ورکړ چې د روانې مياشتې د نهه ويشتمې نېتې تر دوولسو بجو پورې، د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ په زلزله کې د قربانيانو شمېر اته شپېته زره او پنځه سوه او شپاړس تنو ته رسېدلی، درې سوه او شپېته زره تنه نور ټپيان شوي او نولس زره او درې سوه تنه لا تر لاسه ورک دي. بر سېره پر دې، څه دپاسه پنځلس مليون تنه په بيړنۍ توګه امنيتي سيمو ته لېږدول شوي او د زلزله ځپلو وګړيو عمومي شمېر پنځه څلويښت مليون او پنځه سوه زره تنو ته رسېدلی دی.
د مې د نهه ويشتمې نېټې تر دوولسو بجو پورې، د چين د بېلابېلو کچو حکومتونو د زلزلې له زيانونو او اغېزو سره د مقابلې او وګړيو ژغورنې لپاره ټول يو يوشت مليارډ يوانه لګولي او د کورنيو او بهرنيو بسپنو عمومی ارزښت اوه ديرش مليارډ او درې سوه مليون يوانو ته رسېدلي دی.