د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ د مې په ٢٩ نېټه په بېجينګ کې په همدی ورځ په يوه خبري غونډه کې د دې خبر پخلی وکړ چې د کوريا جمهوريت ولسمشر لي ميونګ باک به د سه چوان ولايت له زلزله ځپلو سيمو څخه ليدنه وکړي.
چين ګانګ وويل لي ميونګ باک په همدی ورځ د چين په شمال کې مهم بندري ښار چينګ داو ته سفر وکړ او د روانې مياشتې په دېرشتمه نېټه به د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه په ملګرتيا د سه چوان ولايت له زلزله ځپلو سيمو څخه ليدنه وکړي.