د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ اولمپيک لوبو د سپيڅلی مشال ليږدولو فعاليت به د مې په دېرشمه نېټه د چين د ان هوی ولايت په جي شي ولسوالۍ او هوانګ شان ښار کې تر سره شي چې له مخې به يې په ان هوی ولايت کې د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال لېږدولو فعاليت پای ته ورسيږي.
د همدې ورځې د سهار په نهو بجو په جي شي ولسوالۍ کې د اولمپيک لوبو سپيڅلي مشال ليږدولو فعاليت پيل شو او د سنوک سيالی د چين مشهور لوبغاړي دينګ جون هوی په شمول اتيا تنه ليږدونکو پکې ګډون وکړ.
په هوانګ شان ښار کې د اولمپيک لوبو د سپيڅلي مشال ليږدولو فعاليت به د همدې نېټې له غرمې وروسته په دوو بجو پيل شي. اټکل کېږی چې دغه فعاليت به دری ساعته دوام ولري.