د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمې کمېټې مشر وو بانګ ګوه په وروستيو ورځو کې په سه چوان ولايت کې د زلزلې زيانونو د څارنې په ترڅ کې وويل د ژغورنې کارونه بايد د بشريت پر بنسټ تر سره شي.
ښاغلي وو بانګ ګوه د روانې مياشتې له شپږويشتمې نېټې څخه تر اته ويشتمې نېټې پوری د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارونو لارښوونه وکړه، له وګړيو سره يې خواخوږي وښودله او د ژغورنې له کارکوونکيو څخه يې مننه وکړه.
ښاغلي وو بانګ ګوه پر دې هم ټينګار وکړ چې د مرستندويه پيسو او موادو اداره او تصفيه بايد پياوړی شي چې له مخې يې د دغو پيسو او موادو د ناقانونه استعمالولو، لاسته راوړلو او په پټه توګه د ويشلو مخنيوی وشي.