د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د تايوان چارو په اړه د چين د دولتي شورا دفتر وياند يانګ يي د مې په دېرشمه نېټه په يوه خبري ناسته کې د سه چوان ولايت له زلزله ځپلو وګړيو سره د تايواني هېوادوالو له خواخوږۍ او مرستې څخه مننه څرګنده کړه.
ښاغلي يانګ يي وويل تايوانيانو د مې تر اته ويشتمې نېټې پوری د سه چوان ولايت زلزلې ځپلو وګړيو ته اووه سوه او اتيا مليون يوانه بسپنه ور کړی. پر دې سربيره، دوی د سره صليب او نورو د خيريه ټولنو له لارې زلزلې ځپلو سيمو ته ډېر مرستندويه مواد ليږلي دي. اړوند ارګان به هرو مرو دغه مرستندويه پيسی او مواد اړوندو سيمو ته ولېږدوي.