د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سه چوان ولايت د ميان يانګ ښار د ان ولسوالۍ پنځه سوه کوچنی زده کوونکي د مې په ٢٩ نېټه د يو ځانګړی اورګاډي له لاری د خپلو زده کړو د دوام لپاره د يون نان ولايت کون مينګ ښار ته لاړل.
د معلوماتو له مخې د مې په ٢٨ نېټه ماشومانو ته د مينې ور کولو په نامه د يون نان ولايت د پوهنې او ملکی چارو ادارو د فعاليت له مخې له دوهمې ټولګی څخه تر پنځم ټولګی پوری پنځه سوه زده کوونکي کون مينګ ښار ته ليږدول شوي چې هلته خپلو زده کړو ته دوام ور کړي.