د کتابونو د معاملاتو ١٨ دوری نندارتون د چين په منځني هه نان ولايت کې تر سره شو چې زيات شمېر لوستونکو د ټولو وګړيو له خوا د لوستلو د اصلی موضوع په يو لړ فعاليتونو کې ګډون درلودل .
د اپريل ٢٦ نېټه د نړۍ د پوهی د مالکيت حق ورځ ده ، د کتابونو د معاملاتو ١٨ دوری نندارتون په همدی ورځ د چين د هه نان ولايت په جنګ جو ښار کې پرانيستل شو. څه نا څه ٢ زره او ٦ سوه تصديو د څه د پاسه ٣٠٠ زره ډولونو کتابونو په وړاندی کولو سره په دغه نندارتون کې ګډون درلود . د دغه نندارتون د تشکيلاتي کميټې مرستيال او د چين د مطبوعاتی چارو عمومی اداری د چاپ شويو کتابونو د خپرونې اداری مشر فان وی پينګ وويل په دغه نندارتون کې د پخوانيو نندارتونونو په پر تله د نندارتون ډګر، د تصديو شمېر او د چاپ شويو کتابونو ډولونه زيات شوی او دا لومړی ځل و چې د هېواد د کتابونو بازار د کتابونو د معاملاتو په نندارتون بدل شو. د فان وی پينګ په اند په ١٩٨٠ کال کې د هېواد د کتابونو بازار د لومړی فعاليت له پيل راهيسی د چين د مطبوعاتی خپرونو چارو په چټکه توګه پرمختګ کړی دی.
اړوند سوداګران غواړی د دغه نندارتون له لاری په فعاله توګه پراخو لوستونکو ته خپل کتابونه وړاندی کړی. د چين د صنعتي او سوداګريزو خپرونو د اداری چارواکی څاو ژونګ وويل دا لومړۍ ځل دی چې دوی په دغه نندارتون کی ګډون کوي.
د چين د تايوان ولايت د کتابونو د خپرولو ټولنې د تايوان د لسګونو چاپونې اداری توليدات راوړی و چې د سترې برخې له اړوندې اداری سره يې تبادله کړي.
دغه نندارتون په هه نان ولايت کې تر سره شو، هه نان ولايت د چين يو لرغونی ولايت دی چې دلته د چاپ تخنيک په حروفي ډول رامنځته شو چې د چينايانو له څلورو لرغونو اختراعاتو څخه شمېرل کيږی. په دغه ولايت کې کای فنګ او لوه يانګ ښارونه هم د چين د کتابونو جوړولو په اړه لرغونی مرکزونه وو.
د چين د کمونست ګوند د هه نان ولايت د کميټې منشی شو ګوانګ چون په ګډون زياتو پوهانو د دغه نندارتون په يوه لوړپوړی غونډه کې د ويناوو په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې د عام کلتوري خدمتي سيستم ابادۍ او په کليوالو سيمو کې د لوستلو کوټو د جوړولو کارونه چټک شي.