<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-30 18:52:36    
دچين يو زوړ سپورت يو ځل بيا ځواکمنيږي :

cri

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او محترمو اورېدونکيو زما خوشحال تايب سلامونه او نېکې هيلې ومنئ ، خدای وکړي چې په خپلو ورځينو چارو کې د برياليتوب تر څنګ له خوښيو څخه يو ډک ژوند هم ولرئ، په همدې هيله راځو د ننني پروګرام وړاندې کولو ته ، درنو دوستانو نن به په چين کې د يو شمېر هغو کسانو په اړه معلومات درکړم چې په چين کې د بېس بال لوبې د لوبغاړيو په روزنه او نورو ورته چارو بوخت دي .

د روان کال د مارچ په مياشت کې دوه تنه امريکاييان چې د بيس بال ټيم غړي هم دي بيجينګ ته د لوبو د دوه نندارو او د تفريح له پاره راغلي و ،چې چينايانو ته وښيي امريکاييان د بيس بال له لوبې سره څومره کلکه مينه لري او په ولولو سره ترسره کوي ، د ساندياګو پاديرز ټيم له لاس انجلس د ډوډګرس ټيم سره د المپيک د نوې ودانۍ سره لوبه وکړه ، پلورنکيو هم په دغې له ګڼې ګوڼې څخه ډکې لوبې کې ګډون درلود . هغوی د خپلو شيانو د خرڅولو تر څنګ لوبه هم کتله د بېلګې په ډول ځينو يې ښوروا ، ممپلي چای او نور څه پلورول .

يو له دغو امريکاييانو څخه نندارچيانو ته د لاس په ښورولو سره خپل درناوی هم وړاندې کاوه ،او يوه سندره يې هم ويل يې چې ما د لوبې توپ ته بهر وباسئ ، هيچا هم داسې باور نه کاوه چې دغه لوبه به په مساوي توګه پاي ته ورسيږي .

امريکاييان بس بال لوبې ته د خپلې يوې دوديزې لوبې او ساعتيرۍ په سترګه ګوري، او هغې ته د خپل هېواد له تاريخي لوبو سره تړاو ورکوي .

يو امريکايي مشهور شاعر والت ويتمن ليکلي ، بس بال يوه امريکايي لوبه ده ، دغه لوبه دغورځولو ، منډې ، او ټوپ وهلو ځانګړې امريکايي فضا او چاپېريال لري ، او تر ډېره زموږ له قوانينو او ټولنې سره سمون لري ، او زموږ په ټولنه کې ارزښت هم د ټولنيزو قانونو په شان ارزښت لري .خو چيني وګړي بانګچيو هم د بس بال په هکله خپلې نظريې او اغيزې لري ، هغه تل امريکايي لوبې د أسيايي لوبو په شان کتلي دي ، بانګچيو هغه څوک دی چې په ډېر شوق سره غواړي چې خپل ملي ټيم د المپيک په نړيوالو سياليو کې د لوبې پر مهال وويني .

په دې هکله د أسيا د بس بال لوبو مشر ښاغلي جميز سمال وايي موږ بايد پر نړيوالو لوبو فکر وکړو، موږ په نړيواله کچه د مشهورو هېوادونو تر منځ بريالتيوب ته اړتيا لرو ،او زما په أند تر ټولو مهمه خبره داده چې موږ د برياليتوب له پاره يو ښه فرصت په واک کې لرو ، نو بايد چې ګټه ترې واخلو ، ښاغلی جميز سمال د هغې ادارې مشري هم کوي چې د شمالي امريکا، د امريکا ملي ټيم او په ټوليزه توګه په ټوله امريکا کې د بس بال لوبې اداره کوي .

جميز سمال وايي چينايان د بس بال لوبې ته تر ډېره د يوې أسيايي لوبې په سترګه ګوري نه امريکايي . هغوي ويني چې دغه لوبې په يو شمېر هېوادونو او سيمو کې په لوړه کچه تر سره کيږي، د بېلګې په توګه په جاپان ، تايوان او نورو سيمو کې ، نو دوی وايي چی ولې موږ ونه اوسو .

جميز زياتوي د بس بال د ښو لوبغاړيي او ځانګړتياوې ، له کړنلارو او تګلارو سره مينه شخصي ځانکړتياوې ټولو ته له چيني کلتور سره سمون ورکول شوی دی .

هغه وايي د ام ايل بي ټولنه په چين کې په پراخه توګه ددغې لوبې په تر سره کېدو سترګې نشي پټولی ، أن تر دې چې ځينې کسان دغه لوبه د سړک پر سر هم تر سره کوي .

سمال وايي موږ هم د نورو کسانو په شان يواځې د يو ميليارد او درې سوه ميليونه خلکو پټ ځواک او اقتصادي حالت پياوړي کېدل پخپلو سترګو وينو .داسې يوه وروستۍ نيټه نده ټاکل شوې چې ايم ايل بي د هغې له لارې په چين خپلې پرمختيايي چارې پر مخ بوزي،د يوه اساسي مرکز د جوړولو چارې پرمخ روانې دي،او ارګانونه پر لس کلن پرمختيايي پلانونو کار کوي .

سمال وايي ام ايل بي ټولنه په چين کې د بس بال لوبې د مرکز د جوړولو لپاره دا اړتيا نلري چې له بنسټ څخه خپل کارونه پيل کړي، ځکه د شانګهاي کلپ په ١٨٦٣ ميلادي کال کې جوړ شوی و ،او د بس بال لمړنۍ لوبې يا ليګ په ١٩١٤ کال کې د چين په خيتځ د خوادونګ د پوهنتون په سيمه کې تر سره شوې وې .د نوي چين له جوړېدو سره او د فرهنګي انقلاب په موده کې بس بال ته د لويديځې لوبې په سترګه وکتل شول،او تر يوې مودې پورې بنديز پرې ولګېد .په هر حال دغه سپورت يو ځل بيا چين ته راغی .

په ٢٠٠٣ کال کې د سپورت کورنۍ د چين د بېس بال له ليګ سره يو ځانګړی تړون لاسليک کړ چې له مخې يې بايد دوه تنه امريکايي روزونکي د بېس بال په برخه کې چين ته راشي او جيم ليفيبر او ريډ ساکس يې د چين د بيس بال د ملي ټيم د روزلو په دنده وګمارل .

پدې برخه کې وروستۍ نندارې هم د اي ايل بي د کوښښونو يوه برخه وه چې په چين کې د بېس بال د ملاتړ او جوړولو په موخه تر سره کړې .د سمال په أند دغو لوبو ته په ښه توګه پاملرنه شوې وه ،چې د سيمه ايزو او نړيوالو رسنيو له خوا په ښه توګه وپوښل شوې .

د بهرنيان په چين کې پروګرام درنو او قدرمنو اورېدونکيو د دغه پروګرام د نن ورځې وخت پای ته په رسېدو کې دی ، هيله ده چې ستاسو د پام وړ ګرځېدلی وی، نو د بل پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په پاک او مهربانه خدای سپارم .الله مو مل شه .