1د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د مې په نهه ويشتمه نېټه له خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو او له پوځيانو سره د زياتو توپيرونو په اړه خبر رد کړ.
نوموړي دغه خبرې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وکړې. ده وويل چې دغه خبره بيخي بې بنسټه ده چې د مې په اته ويشتمه نېټه ماښام د ده او د ځمکني پوځ له لوي درستيز ترمنځ په خبرو اترو کې له دندې څخه د ده د ګوښه کېدو په اړه بحث شوی دی. د ولسمشر پرويز مشرف په أند، ګونګوسې جوړونکي غواړي چې د ده او پوځ ترمنځ توپيرونه رامنځته کړي. ده پر دغه خبره نيوکه وکړه چې له امله يی په پاکستان کې دننه ګډوډي رامنځته شوې، په پاکستان کې د بهرنيو پانګه اچوونکيو پر باور منفي اغېزه کړې او ملي اقتصاد ته يې زيانونه رسولي دي.