د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، نړيوالې ټولنې په وروستيو ورځو کې په پرله پسې توګه د چين زلزله ځپلو سيمو ته مرستې برابرې کړې دي.
د جاپان د کابينې مشر نوبوتاکا ماچيمورا د مې په ٣٠ نېټه وويل د جاپان حکومت به د چين زلزله ځپلو سيمو ته د پنځه سوه مليون ينو په ارزښت نورې مرستندويه پيسې او مالونه برابر کړي دی. تر اوسه پوری د دغه هېواد له خوا برابر شوې مرستې يو مليارد ينو ته رسېدلی دی.
د تايلند شهزادګی مها چاکري سيريندهورون په همدی ورځ هيله څرګنده کړه چې د چين په زلزله ځپلو سيمو کې د يو ښوونځی په جوړولو کې لس مليون يوانه ولګوي.
د مصر او سپينې روسيې له خوا برابر شوی خيمې په پرله پسی توګه د سه چوان ولايت چېنګ دو ښار ته رسېدلې دي.