د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسی بيورو دايمی غړي، صدراعظم او د زلزلې د مخنيوی او ژغورنې د قوماندان عمومی لارښوونکي ون جيا باو د مۍ په ديرشمه نېټه په بېجينګ کې مصيبت ځپلو سيمو ته د مرستندويه پيسو او مالونو د ادارې په اړه يوه غونډه جوړه کړه چې په ښه توګه له دغو مالونو او پيسو څخه استفاده وشي.
په دغه غونډه کې پر دې خبره ټينګار شوی چې د دغو مالونو او پيسو د ويشلو کارونه بايد د مصيبت ځپلو سيمو د حالت سره سم په عادلانه او پراخه توګه تر سره شي. اړوندی خواوی بايد د مصيبت ځپلو وګړيو د اساسی ژوند د تامينولو لپاره هڅې وکړي چې د دغو وګړيو د اړتياوو د پوره کولو تر څنګ له بې ګټې عملياتو څخه مخنيوي کړي.