د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولتي شورا د مطبوعاتی دفتر د مۍ په يو ديرشمه نېټه د چين د زلزلې د مخنيوی قوماندان له قوله خبر ورکړ چې د مۍ د يو ديرشمې نېټې تر دوولسو بجو پورې د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله اته شپيته زره او نهه سوه او اوه اويا تنه مړه ، دری سوه او اوه شپيته زره تنه ټپيان او اولس زره او نهه سوه او څلور اويا تنه ورک شوي دي . تر اوسه پنځلس مليونه او يو سل او څلويښت زره تنه وګړي په بيړنۍ توګه نورو ځايونو ته ليږدول او په دغه زلزله کې څه باندی پنځه څلويښت مليون او پنځه سوه او څلويښت تنه وګړي له مصيبت ځپلو سيمو سره مخامخ شوی دی.
د مۍ د يوديرشتمې نېټې تر دوولسو بجو پورې بېلا بېلو ارګانونو په عمومی توګه مصيبت ځپلو سيمو ته دوه ويشت مليارډ او پنځه سوه مليون يوانه برابر کړی دی. بهرنيو او کورنيو خواوو د څلويښت مليارډ او يو سل مليون يوانو په ارزښت پيسی او مالونه برابر کړي دي.