د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونيست غونډه د مرکزي کميټې د سياسی بيورو دايمي غړي او د چين د ولسي سياسی مشورتي کنفرانس د دايمې کميټې مشر جيا چينګ لين د مۍ په ديرشمه نېټه په جلا جلا توګه د سه چوان له ينګ شيو ولسوالۍ او دو جيانګ يان ښار څخه کتنه وکړه چې د زلزلې د مخنيوی او ژغورنې کارونو لارښوونه وکړي.
جيا چينګ لين د مۍ په ديرشمه نېټه سهار په ينګ شيو ولسوالۍ کې له مصيبت ځپلو وګړيو او سرتيريو او پوليسو سره د کتنې په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې دوی به پخپله د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.
وروسته جيا چينګ لين په جنګ دو ښار کې د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو او د صنعتی او سوداګريزو ټولنو له استازيو سره مباحثوی غونډه وکړه.