د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د جون لومړی نېټه د ماشومانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. يو شمير مصيبت ځپلو ماشومان له خپلو ملګرو سره د دغې ورځې د لمانځنې لپاره بېجينګ ته رسيدلی دی.
د مۍ د يو ديرشمې نېټې په سهار د سه چوان ولايت د بې چوان ولسوالۍ د منځني ښوونځي او د ليو هان په نامه د هيلې کوچنې ښوونځي څه باندی يو سل او پنځوس تنو زده کوونکو او ښوونکو د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې د ملی بيرغ د اوچتولو مراسم وکتل. د ملی بيرغ د ساتنې ډلې سرتيري په ځانګړی توګه دغو زده کوونکو او ښوونکو ته نندارې وړاندی کړی او سوغاتونه يې ورکړل.
له دې وروسته د نندارې او سپورتي وګړيو په ملګرتيا دغو ماشومانو د مرغانو ځالې په نامه د چين له مرکزي سټيډيوم او د اوبو مکعب په نامه د لامبو وهلو له مرکز څخه کتنه وکړه.