د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ولسی ازادی بښونکی اردو د لويی درستيز مرستيال تورن جنرال ما شياو تيان د مۍ په يو ديرشمه نېټه په سينګاپور کې څرګنده کړه چې چين به پر سوله ايز پرمختګ او دفاعی تګلارې ټينګار وکړي.
ښاغلي ما شياو تيان د اسيا په اوومه امنيتی غونډه کې وويل چين د سولې، پرمختګ او همکارۍ پر بنسټ پر سوله ايز پرمختګ او دفاعی تګلارې ټينګار کوي. دا له وخت سره سم د چين حکومت او خلکو د پرمختګ او د خپلو ګټو سره سم ستراتيژيکه تګلاره او له نړيوالې ټولنې سره جدي ژمنه ده.