<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-31 20:25:35    
موږ او اورېدونکي

cri
عمران – درنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ، د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت دى او زه امان الله عمران مو يې اورېدو ته هركلى كوم. لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم په خير او نېكمرغۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايئ. د پروګرام په تېره كړۍ كې مو د سه چوان ولايت د زلزلې د ناورين په اړ د سي ار اى راډيو پښتو خپرونې د يو شمېر مينه والو پيغامونه ولوستل. د پروګرام په دې كړۍ كې به هم دغې لړۍ ته دوام وركړو او د اورېدونكيو پيغامونه به ولولو:

- له يو نا معلوم ځاى څخه ارين دولتزى په خپل پيغام كې ليكي: په چين كې د زلزلې وروستى ناورين په رښتيا هم خواشنى كوونكى و. د دغه ډول حالت ليدل چې په زرګونو وګړيو په كې خپل ژوند له لاسه وركړ او هم هغوى چې خپل خپلوان او دوستان يې له لاسه وركړل په رښتيا هم زموږ ټولو لپاره د غم او خواشينۍ شېبې دي. د يو افغان او يو انساني ملګري په توګه د پاتې شويو وګړيو د ښې رازۍ او نېكمرغۍ لپاره دعا كوم چې له ځواك او زغم څخه برخمن شي.

- له كابل څخه د هېواد افغانستان ملي ورځپاڼې مشر مدير ملنګ وردګ په خپل پيغام كې وايي: موږ غواړو د چين د سه چوان ولايت په ون چوان او بېچوان سيمو كې د زلزلې له امله د پراخې مړينې او ويجاړۍ په اړه د چين حكومت او خلكو ته په اخلاص خپل ژور غم او خواخوږي څرګنده كړو. موږ د اغېزمنو شويو سيمو پر وخت د بيا رغېدنې هيله لرو او دعا كوو، او غواړو هغوى ته چې په دغه ويجاړوونكي طبيعي ناورين كې يې خپل خپلون له لاسه وركړي خپله ژوره خواشيني او غم څرګند كړو.

- افغان جورنالېست اكمل داوى له كابل څخه د برېښناليك له لارې په خپل پيغام كې ليكي: زه د هغو لسګونو زره چيناينو په مړينه د ډېرې خواشينۍ احساس كوم چې په وروستۍ زلزله كې يې خپل ژوند له لاسه وركړ. له ګاونډيانو او ملګريو سره يووالى او خواخوږي د افغانانو د كلتور بنسټيزه او اصلي برخه ده، او زه د ډېرى افغانانو په استازيتوب د قربانيانو كورنيو او د چين ستر ولس ته رښتينې خواشيني او ډاډګېرنه څرګندوم، د مړو شوو لپاره د ارام غوښتنه كوو، او ټپيانو لپاره د ژر رغېدو هيله لرو. لكه څنګه چې د ولسمشر حامد كرزي په پيغام كې يې يادونه شوې، موږ له خپلو چينايي وروڼو او خويندو سره په غم كې شريك يوو، او په ورين تندي به له خپل توان سره سم له دوى سره هېڅ مرسته ونه سپموو.

- د افغانستان له خوست څخه شاعر او ژورنالست شمس خوستى په خپل برېښناليك كې وايي: زه چين او د چين خلكو ته په ناورين ځپلو سيمو كې د زرګونه خلكو په مړينه خپله خواشيني څرګندوم. زه هيله لرم چې سي آر آى به زما د خواشينۍ پيغام هغو خلكو ته وروسوي چې د زلزلې په ناورين كې يې خپل زامن، پلرونه اوميندې، ورڼه اوخويندې له لاسه وركړي دي. د وروستۍ زلزلې پېښه د ټولې نړۍ لپاره يوه غمناكه پېښه وه او زه پرې ډېر غمجن شوى يم. شمس خوستي بيا په پاى كې د يو لړ ستونزو له امله كې د خواشينۍ پيغام په استولو كې پر ځنډ خپګان څرګند كړى دى.

- د افغانستان له كندهار څخه سيد كمال شاه عارف په خپل برېښناليك كې وايي: موږ ټول افغان ولس زلزلې په ناوريد كې له چين سره يوو، موږ د چين له لوى ولس او هغو كورنيو سره چې په دغه مرګونې زلزله كې يې خپل خپلوان له لاسه وركړي غمرازي كوو او په غم كې ورسره شريك يوو. موږ په رښتيا هم د دوى په اړه غمجن يوو او خپله خواخوږي ورسره ښيوو.

- دغه راز اورېدونكى زلمى بيا په خپل برېښناليك كې وايي: له لوګر ولايت څخه د يو افغان په توګه زه غواړم د زلزلې په ناورين كې د چين له ولس سره د خپلې خواشينۍ احساس شريك كړم. زه ډېر خواشينى يم، او په راتلونكي كې له لوى خداى نه درته د خير او ښه ژوند په دعا يم.

- نديم جان ارماني بيا په خپل برېښناليك كې ويلي: د لوى چين ټولو ډېرو مهربانو او سوله خوښوونكيو وګړيو ته: هيله ده د مينې، ډاډ او ارامۍ احساس د سه چوان ولايت د زلزلې قربانيانو په زړونو كې ځاى ونيسي. نوموړى بيا لوى خداى ته دعا كوي چې له هر ډول كلتوري، توكميز او عقيدوي توپير پرته د ټولو اولسونو ترمنځ سوله او ارامي خپره كړي.

- د افغانستان د بدخشان ولايت له مركز فيض اباد څخه محمد ظاهر سلطاني هم د برېښناليك له لارې يو پيغام را اتولى او ليكلي يې دي: له هر څه مخكې غواړم د خواشينۍ او ډاډګيرنې ژورو احساساتو خپل پيغام د زلزلې ناورين قربانيانو كورنيو او هم د چين ټولو خلكو او دولت ته استوم. انسانان د يو تن په څېر دي، كه زموږ د بدن يوه برخه په درد وي نو د بدن نورې برخې به هم ورسره نارامه وي، نو د يو افغان په توګه په چين كې د زلزلې د وروستي ناورين په پېښېدو ډېر خواشينى يم، او زه پوهېږم چې ګڼ شمېر نور افغانان هم له چينايانو سره په غم كې شريك دي او په درد يې دردېږي، له هر چا سره چې ګورم هره ورځ د دغه غم يادونه كوي او په اړه يې خبرې كوي. زه د ټولو افغانانو د خواشينۍ احساسات ستاسو سره شريكوم. خداى دې د قربانيانو كورنيو ته بشپړ زغم په برخه او زړونه پياوړي كړي چې د خواشينۍ له دغو شېبو تېر شي. نومړي بيا د خپل پيغام په پاى كې غوښتنه كړې چې د پښتو خپرونې له لارې د ده پيغام د چين ولس ته ورسېږي. موږ هم ده ډاډ وركوو چې د پښتو خپرونې د مينه والو د ليكونو او پيغامونو بېلګې چينايي ژبې ته ژباړل شوې، او له چينايانو سره شريكې شوې دي.

- له كابل څخه دوا جان احمدزى په خپل برېښناليك كې وايي: په ډېرې خواشينۍ سره زه د چين د سچوان ولايت او نوروهغو سيموزلزله ځپلو وګړيو ته چې د مۍ ۱۲ نېټې زلزلې له ناورين سره مخامخ شول خپله غمرازي ښكاروم او دوي ته د الله جل جلاله نه د صبر او زغم دعا كوم. د نړۍ ټولو هېوادونو خلكوته د بشري ورورولۍ پر بنسټ او بيا افغانانو ته د اسلامي مسئوليت له مخې دا لازم دي چې له خپل ګاونډي هېواد سره په غم كې شريك شي او له خپل وس سره سم مرسته او كمك وكړي. چين يوسوله ايز او خير غوښتونكى هېواد دى، موږ دچين او د دغه هېواد له وګړيو څخه تر اوسه هېڅ ناوړه عمل نه دى ليدلى او چين يو داسې هېواد دى چې تر اوسه يې زياتو هېوادونو ته خير رسېدلى او د نړۍ ډېر هېوادونه او وګړي د دوى له توليداتو او خدمتونو كټه اخلي، او پر دې سربېره د نړۍ په بېلابېلو برخو د ابادۍ او ودانولو كارونو ترسره كوي. اورېدونكى دوا جان احمد زى د خپل برېښناليك په پاى كې وايي: خداى جل جلاله دې د چين اولس ته توفيق وركړي چې د زلزلې له ناورين څخه خلاص شي او په راتلونكي كې ورته د ښه او روښانه ژوند هيله كوو.

- له يو نا معلوم ځاى څخه اورېدونكى اكبر د برېښناليك له لارې په خپل لنډ پيغام كې د چين ولس ته ليكي: زه د چين نړيوالې راډيو له لارې د چين ولس ته د خواشينۍ خپل ژور احساسات څرګندوم. زه له هغو وګړيو سره چې د زلزلې په ناورين كې يې خپل خپلوان او دوستان له لاسه وركړي په غم او غمرازۍ كې شريك يم او له خپل وس سره سم هر ډول خدمت ته چمتو يم.

- درنو اورېدونكيو، د سه چوان ولايت په زلزله ځپلو سيمو كې د مرستې او بې كوره شويو وګړيو د ځاى پر ځاى كولو لړى دوام لري. ډېرو ځپل شويو سيمو ته ورغلي سړكونه او لارې چې د مځكې ښويېدنې له امله تړل شوې وې، د ژغورنې كاركوونكيو او سرتېريو په نه ستومانه كېدونكو او پر له پسې كوششونو سره بيا پرانيستل شوې او دغو سيموته يې رسېدنه اسانه كړې ده. په يو شمېر سيمو كې د غرونو ښويېدنو له امله د سيندونو د بهير لار تړل شوې او د اوبو ډب كېدو له امله ډېر جهيلونه جوړ شوي دي. له زلزلې وروسته د غرونو ښويېدونو د سه چوان ولايت په شمال كې له بېچوان ولسوالۍ سره نژدې د يو سيند مخه ډب كړې چې له امله يې د ټانګجياشان په نامه يو لوى جهيل جوړ شوى، كه د ابو د فشار له امله د دغه جهيل مخه پرانيستل شي او خوشي شي نو د سيند په مخ كښته خوا كې به ډېرې سيمې لاندې كړي. له همدې امله د چين دولت مرستندويه ډلو او سرتېرو ۱۵۰ زره وګړي د خطر له دغو سيمو څخه ډاډمنو ځايونو ته لېږدولي دي. د بېلګې په توګه د جيانګ يوو ښارګوټۍ په بشپړه توګه خالي شوى او وګړي يې لېږدول شوي دي. د بې ځايه شويو وګړيو د ځاى پر ځاى كولو او له هغوى سره د مرستې چارې دوام لري. د چين د كار او مرستندويه ډلې په پوره زيار سره د جهيل د ډب شوې مخې د پرانيستلو لپاره پر بلډوزرونو كانالونه وباسي چې د ابو د لا نورې ډب كېدنې او د فشار زياتېدو له امله د يو ځل پرانيستنې د خطر مخه ونيسي. د چين دولت ويلي چې د ځپل شويو سيمو بيا ابادي به درې كاله دوام وكړي. درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدونكي پروګرام دغه ځانګړې كړۍ په همدې ځاى پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.