د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مۍ په يو ديرشمه نېټه له غرمی وروسته د شان شي ولايت د نينګ چيانګ ولسوالۍ په مصيبت ځپلو سيمو کې د ماشومانو د حال احوال پوښتنه وکړه. هغه ټولو چيني او مصيبت ځپلو ماشومانو ته مبارکې څرګنده کړه.
هو جين تاو وويل د چين کمونست ګوند او حکومت به د کورونو د بيا جوړولو په هکله له مصيبت ځپلو وګړيو سره مرسته وکړي. هغه باور څرګند کړ چې د ټولو هېوادوالو د مرستو پر رڼا کې به د مصيبت ځپلو وګړيو ټولې ستونزې له منځه يوسي او ښه راتلونکې به ومومي.
رئيس هو جين تاو په همدې ورځ سهار په شان شي ولايت کې له مصيبت ځپلو سيمو څخه کتنه وکړه او د زلزلې د مخنيوی او ژغورنې کارونو لارښوونه يې وکړه.