د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جون په لومړی نېټه د ګان سو ولايت په لونګ نان ښار کې د مصيبت ځپلو وګړيو د حال احوال پوښتنه وکړه.
د جون د لومړی نېټې له غرمې وروسته هو جين تاو د لونګ نان ښار د خلکو لومړی لمبر روغتون د دروازې په وړاندې په خيمو کې د ټپي شويو وګړيو، ډاګترانو او د پاکستان د نړيوالې طبی ډلې د غړيو د حال احوال پوښتنه وکړه. له دې وروسته هو جين تاو د لونګ نان ښار په وو دو سيمه کې د زلزلې مخنيوي او ژغورنې کارونو لارښوونه وکړه.
رئيس هو جين تاو څرګنده کړه د چين حکومت به تر خپلې وسې پورې د مصيبت ځپلو وګړيو د ژوند د بنسټيزو اسانتياوو د تامينولو لپاره هڅې وکړي چې ژر تر ژره خپل کورنه بيا جوړ کړي.