د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د اوبو رسولو وزارت د زلزلې د مخنيوی او ژغورنې قوماندان د مۍ د يو ديرشمې نېټه په شپه خبر ورکړ چې اوس په چين کې د زلزلې له امله د نهه مليونه او پنځه سوه او پنځوس زره تنو کليوالو د څښاک اوبو ستونزه په بنسټيزه توګه له منځه وړل شوی ده.
دغه قوماندان دې ته اشاره وکړه چې په کليو کې د اوبو د برابرولو مهم کارونه د اوبو ورکولو ويجاړ شوي فابريکو او نل ليکې بيا جوړې شوې دي چې ور سره مصيبت ځپلو سيمو ته او د مصيبت ځپلو وګړيو نويو اوسيدونکو سيمو ته د اوبو ورکول تامين شي.