د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د سه چوان ولايت د اوبو لګولو څانګې د مۍ په يو ديرشمه نېټه د زلزلې د مخنيوي او ژغورنې په مطبوعاتی غونډه کې وويل اوس د اوبو د ويجاړ شويو بندونو خطرناک حالات د له منځه وړلو کارونه روان دی.
د دغې څانګې مرستيال هو يون وويل د چين د اوبو لګولو وزارت د زلزلې له پېښېدو وروسته په سه چوان ولايت کې د ويجاړو شويو بندونو د خطرناکو حالاتو د پلټنې لپاره ډير زيات کارکوونکي ليږلی دی چې ورسره د اوبو د يو زر او اته سوه او دری بندونه پلټنه شوی ده. تر اوسه د اوبو د دوه سوه او شل بندونو خطر ناک حالات له منځه شوي دي او د اوبو ټولو بندونو د خطرونو د له منځه وړلو کارونه به د جون تر شلمې نېټې مخکې تر سره شي.