د سن هوا اژانس د خبر له مخې په چين کې د پاکستان سفارت د مۍ په يو ديرشمه نېټه له مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستې لپاره د شيانو د پلورلو يو فعاليت تر سره شو چې ټول عايدات به يې د چين مصيبت ځپلو سيمو ته ورکړي.
دغه فعاليت له غرمې وروسته تر دريو بجو پورې پای ته ورسيد او دری لکه نغدې پيسی يې تر لاسه کړې.
د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د زلزلې له پېښېدو وروسته سمدلاسه د چين د دولت رئيس هو جين تاو ته د يو پيغام په ورکولو سره خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه. د پاکستان حکومت او خلکو مصيبت ځپلو سيمو ته ډيری پيسی او مالونه برابر کړي دي او دغو سيمو ته يې يوه طبي ډله ليږلی ده.