د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولتی شورا مطبوعاتي دفتر د جون په لومړې نېټه له غرمې وروسته د زلزلې ځپلو سيمو سره د مرستندويه کارونو د لارښوونې قوماندان له قوله خبر ورکړ چې د روانې مياشتې د لومړې نېټې تر دوولسو بجو پورې د ون چوان زلزلې له امله نهه شپيته زره او شپاړس تنه مړه شوي او دري سوه او اته شپيته زره او پنځه سوه او پنځه څلويښت تنه نور ټپيان او اتلس زره او اته سوه او ديرش تنه ورک شوي دي.
تر هغه وخت پورې د هېواد په دننه او بهر کې د راغونډو شويو پيسو او توکيو عمومی ارزښت له يو څلويښت مليارډ او پنځه سوه مليونه يوانو څخه اوښتی او د يوولس مليارډ او پنځه سوه مليونه يوانو په ارزښت پيسی او توکي زلزله ځپلو سيمو ته ليږدول شوي دي.