د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس هو جين تاو په شان شي ولايت کې په زلزلې ځپلو سيمو کې د زيانونو له څارنې وروسته، د جون په لومړۍ نېټه د ګان سو ولايت لونګ نان ښار ته ورسېد او د بيارغونې په اړه يې له زلزلی ځپلو وګړيو سره بحث وکړ.
رئيس هو جين تاو له ځايی مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د بيارغونې په ترڅ کې بايد په ښه توګه د طرحه کولو کارونه تر سره کړي. بايد له زلزلې سره د مقابلې په اړه د بزګرانو کورونو کيفيت ښه او د وګړيو د اړتياوو اوبو مسئله حل شي.