<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-06-02 15:00:24    
د افغانستان د خبري رسنيو په وينا د افغانستان او چين ترمنځ دوستانه اړيکې د افغانستان د اقتصاد بنسټيزو تاسيساتو جوړولو چارې پرمخ بيايی.

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان ټايمز ورځپاڼې د مې په يودېرشمه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل چې د افغانستان او چين ترمنځ دوستانه اړيکې د افغانستان د اقتصاد د بنسټيزو تاسيساتو جوړولو چارې پرمخ بيايی.

په دغه ليکنه کې ويل شوي چې د افغانستان او چين ترمنځ اړيکيو د ښاغلي حامد کرزي په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو راهيسي چټک پرمختګ کړی او دواړه خواوې اوس د خپل منځۍ همکارۍ ګامونه چټکوي او خپل منځۍ دوستانه اړيکې ژوروي. چين له ٢٠٠١ کال وروسته افغانستان ته زياتې بشري مرستې برابرې کړې او په هراړخيزه توګه يې د بيا رغونې په برخه کې له دغه هېواد سره مرستې پياوړې کړې دي.

په دغه ليکنه کې زياته شوې چې د افغانستان د اقتصاد بنسټيزو تاسيساتو په جوړونه کې د چين يو لړ پلانونه به د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په ګټه وي او د دغه هېواد د راتلونکي لپاره به مهم رول ولوبوي.